افغانستانخبرونه

ننګرهار کې نامعلومه وسله والو د تېر نظام د ټرانسپورټ رییس وژلی

کابل ټيلیګراف – ۹ وږي ۱۴۰۳ لمریز کال

تازه ګل اميني

ناڅرګندو وسله والو کسانو د جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار د ټرانسپورټ رییس ډاکټر ایوب صداقت وژلی دی.

د معلوماتو له مخې، پر نوموړي نن ماښام د جلال اباد ښار مربوطاتو کې برید شوی دی.

د ډاکټر ایوب د کورنۍ یوه غړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د هغه د جنازې مراسم سبا د ننګرهار د کوز کونړ/ ښېوې ولسوالۍ کې ادا کېږي.