د طالبانو په حکومت کې د کرنې او مادارۍ وزارت وايي، د دغه وزارت يو پلاوی د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیز کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخمونو د تصدیق ورکونې د رییس مولوي صدیق الله رحماني په مشرۍ د متخصصینو یو پلاوی د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
دغه غونډه به د لسو ورځو لپاره د چين په شي ښار کې تر سره شي او د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د چين د لس کلن کرنيز پلان او د چين د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.
دغه راز په دې پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت د لوړولو او د کرنې په برخه کې د چین د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشي.
په غونډه کې به د پنبې، جوارو، د اوبو لګولو د سیستمونو، د اوبو لګولو د ټکنالوژۍ، جي،آی،اس او ام،آی،اس او د کرنې په پراختیا کې د هغو د کارولو په اړه هم خبرې وشي.
ټاکل شوې، چې دغه پلاوی په چین کې له کرنیزو تاسیساتو، کرنیزو وسایلو او ماشینونو او نورو کرنیزو پرمختګونو څخه هم لیدنه وکړي او د دوی بریالۍ تجربې افغانستان ته انتقال کړي.