د طالبانو ستره محکمه وايي، د پروان په ولایت يوې ابتدایه محکمې له لوري د لواطت په جرم څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې د اعلاميې له مخې، له تورنو کسانو څخه درې تنه په يو کال تنفيذي حبس او ٣٩ دُرو محکوم شول او بل تورن په دوه کاله تنفيذي حبس او ٣٩ دُرو وهلو بمحکوم شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت پر افغانستان د واک له ترلاسه کولو وروسته په پرلهپسې ډول تورن کسان په عام محضر کې وهلي دي.