د سعودي عربستان حکومت په دغه هېواد کې یو افغان وګړی د نشه یي توکو د قاچاق په جرم اعدام کړ.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د عبدالقیوم شینواري په نوم دغه افغان د تېرې شنبې په ورځ اعدام شوی دی.
بیان کې راغلي چې نوموړي په زیاته اندازه هیروین سعودي ته قاچاق کړي و چې ونیول شو.
سعودي د ۱۴۰۲ کال کې هم ۷ کسان د ترهګرۍ په جرم اعدام کړي وو.