ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ریچارډ بینټ وايي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اووه پنځوسمې غونډې تر جوړېدو وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د خبرو-اترو لپاره د سیمې هیوادونو ته سفر کوي.
ده نن (دوشنبه، ۱۲ د وږي) پر ایکس ټولنیزې شبکې ليکلي چې په ترکیه کې تر څو ورځني «تاوده» بحث وروسته اوس قطر ته رسېدلی دی.
بینټ ويلي چې د سفر پر مهال يې د افغانستان له بېلابېلو ډلو او افرادو او همدا راز د هیوادونو له کارپوهانو او چارواکو سره کتلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا اووه پنځوسمه غونډه راتلونکې اونۍ په جینیوا کې پيلېږي او ریچارډ بینټ به هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور ورکړي.
طالبانو په تازه توګه افغانستان ته د ریچارډ بینټ پر تلو بندیز لګولی او هغه یې د خپل حکومت په وړاندې په «تبلیغات کولو» تورن کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي دې پرېکړي ته په غبرګون کې ويلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مستندولو ته دوام ورکوي.
ښاغلي بینټ د خپل ماموریت له پیله بیا تر اوسه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو درې راپورونه خپاره کړی دي او په دې راپورونو کې يې له ښځو سره د طالبانو چلند «د بشریت پر خلاف جنایت» بللی دی.