افغانستانخبرونه

کندهار کې د ملي ټلویزیون پر نشراتو بندیز لګېدلی

 سرچینې وايي چې په کندهار ولایت کې د ملي ټلویزیون پر نشراتو بندیز لګېدلی او کار کوونکي یې وزګار شوي دي.

کندهار ولایت کې یوه باوري سرچینه وایي، د کندهار د ملي راډیو ټلویزیون انځوریزې برخي نشرات د زمري میاشتي پر ۲۳ نېټې بند شوي او نن (دوشنبه، ۱۲ د وږي) يې کارکوونکي هم رخصت کړي دي.

سرچینې وایې، د کندهار ملي ټلویزیون د نشراتو تر بندیدو وروسته څو تنه کارکوونکي کابل کې د دې رسنۍ مرکزي څانګې ته د کار کولو په موخه ورمعرفي شوي.

د سرچینو په وینا، کندهار ولایت کې د ملي ټلویزیون د محلي څانګې انځوريزي برخې نشرات په دې ولایت کې د ویډیويي راپورونو تر نشرولو وروسته بند شوي.

کندهار کې ملي تلویزیون یوازینۍ انځوریزه رسنۍ وه چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې کندهار ولایت کې فعالیت درلود.

په دې رسنۍ کې شاخوا ۳۰ تنو کارکوونکو په بېلابېلو برخو کې دنده لرله.

تردې مخکي د کندهار ولایت لپاره د طالبانو اوسني والي ملا شیرین اخوند د انسانانو او روح لرونکو شیانو پر تصویر اخیستلو بندیز لګولی و.