د ایران پلازمینې د تهران په رى سیمه کې د تهران د اتباعو او د بهرنیو کډوالو عمومي ادارې “ناقانونه اتباعو” د پېژندلو او ایستلو د یوې تګلارې د پیل خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې مشر احسان حيدري تازه ويلي چې د يادې تګلارې چارې په بشپړ ډول پلي کېږي او تر وروستي کسه پورې به دوام وکړي.
نوموړي زياته کړې چې د ایران د کار قانون د ١٨١مې مادې له مخې هغه د کار مالکان چې بې اسناده کډوال په کار وګماري، قانوني چلند به ورسره وشي.
د ایران د صداى سيماى خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د نوموړي له قوله ویلي، هغه کسان چې له دې قانونه سرغړونه کوي، جریمه او د سرغړونې د دوام په صورت کې به له ۹۰ تر ۱۸۰ ورځو په بند به محکوم شي.
د ایران حکومت اکثره د بې اسنادو افغان کډوالو لپاره د “بهرني وګړو” اصطلاح کاروي.
تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي وو چې په تېر کال کې له ایران څخه شاوخوا يو میلیون او ٣٠٠ زره بهرني وګړي ايستل شوي دي.