افغانستانخبرونه

داعش ډلې د کابل ښار د دارالامان سیمې برید مسوولیت ومانه

داعش ډلې د کابل په دارالامان سیمه کې د پروني ترسره شوي برید مسوولیت منلی دی چې له امله ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د بي بي سي له راپور سره سم، داعش د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د دې ډلې یوه غړي د طالبانو د احکامو او فرامینو د تعقیب او څارنې د ریاست کارمندان له دې ادارې تر وتلو وروسته په چاودېدونکو توکو په نښه کړي.

داعش دا برید باګرام زندان ته د دې ډلې د غړو د انتقالولو «انتقام» بللی دی.

دا ځانمرګی برید پرون (دوشنبه، ۱۲ د وږي) د کابل په شپږمه حوزه کې وشو.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي چې په دې برید کې د یوې ښځې په شمول شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.