خبرونهسیمه

د پاکستان او امریکا استازو د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

په پاکستان کې د امریکا سفیر دونالډ بلوم د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنیو د دې سفارت د یوه بیان په حواله ویلي، په‌دې کتنه کې دواړو لوريو په پاکستان کې د ۱،۷ ملیونه بې‌اسناده افغان کډوالو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې.

د دې سفارت ویاند جانات لالي ویلي، په‌دې کتنه کې د اقتصادي، امنیتي او په سیمه کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د خوندیتوب په اړه هم خبرې وشوې.

په‌‌دې اړه نور جزیات نه‌‌دي ورکړل شوي، خو متحده‌ایالتونو له‌دې مخکې له پاکستانه په زوره د افغانانو د ایستلو د بهیر له پیلېدو سره د هغو افغانانو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، چې امریکا ته د تلو لپاره هلته انتظار باسي.

د پاکستان پخواني سرپرست حکومت د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د دغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال تر نیمایي پورې له نیم میلیون زیات افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.