افغانستانخبرونه

ډیکر: افغانستان نه هیریږي او د اړېکو پراختیا لپاره یې هڅې روانې دي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شاژدافیرې په استانه کې له قزاقستاني چارواکو سره د خپلې لیدنې خبر ورکړی او ویلي يې دې چې افغانستان نه هیریږي او سیمه‌ییزو اړېکو د پراختیا لپاره یې هڅې روانې دي.

دې د قزاقستان په پلازمېنه کې د دې هیواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره کتلي دي.

کیرن ډیکر نن (جمعه، ۱۶ د وږي) پر ایکس لیکلي چې «په افغانستان کې د ګډو امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو منافعو په تړاو له خبرو-اترو خوښه ده.»

دې امریکايي ډيپلوماټې زیاته کړې چې «د افغانستان د خلګو د ملاتړ په تړاو قوي همغږي» شته.

هغې ویلي: «د سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا او له خلګو سره د خلګو د تړاو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي. افغانستان نه هېریږي.»

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې وزارت مرستیال وزیر د سیمې د امنیت او د افغانستان ټولنیز ثبات په تړاو له امریکايي لوري سره خبرې کړې دي. د اعلامیې له مخې، هوکړه شوې چې د دې هیواد د اقتصاد رغونې او د خلګو د ژوند ښه کولو له لارې باید د افغانستان ټولنیز ثبات پیاوړی کړل شي.

باکایف ویلي چې د قزاقستان دولت په منظمه توګه له افغانستان سره بشري مرستې کوي، افغان محصلین روزي او له نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ له لارې بېلابېلې پروژې پلې کوي.