یوه سرچېنه وایي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په دایکندي کې د دې ولایت له ځایي رسنیو سره د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.
یوه سرچینه وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو د روانې اونۍ د سېشنبې په ورځ ځايي رسنۍ کتلې او ويلي يې دې چې ښځې نور په دې رسنیو کې د کار کولو اجازه نه لري.
اوس مهال په دایکندي کې دوې خصوصي راډیوګانې او یو دولتي ټلویزون «ملي» فعالیت کوي.
د سرچینو په وینا، په خصوصي راډیوګانو کې څو ښځې د خپرونو د چلوونکو په توګه کار کوي؛ خو د طالبانو تر امر وروسته کورناستې شوې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې چې تازه توشیح شوی، د ښځو مخ او غږ «عورت» بلل شوي او باید پټ کړل شي.