سرچېنې وایي چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده
یوه سرچېنه وایي چې دغه نښته نن مازدیګر مهال پيل شوې او اوس هم د ډزو غږونه اورېدل کیږي.
د یادونې ده چې د تېرې اونۍ چهارشنبې په ماښام هم په یاده سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې وه.
طالبانو رسما تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.