خبرونهسیمه

پاکستان کې نا امني؛ پښتونخوا او بلوچستان کې د امنيتي پېښو له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، پرون د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د چاودنو او بریدونو له امله د پوليسو په ګډون ۳ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار وايي، موټرسایکل سپرو وسله والو پرون غرمه مهال د سالارزیو په ملاسید سیمه کې د پولیو واکسین ډلې ډزې وکړې چې په کې يو پولیس او یو روغتیايي کارکوونکی ووژل شول.

دغه راز تر دې پېښې وړاندې د باجوړ په مامندو په نعمت خان کلي کې ملېشه ځواک د سړک غاړې ماينونو په لټونو بوخت و چې يو ماين پرې چاودنه کړې، چې يو سرتېری په کې وژل شوی او دوه ټپيان دي.

بلخوا د پاکستان د ناامنيو په دوام ایران سره په پوله نږدې د بلوچستان د کېچ ولسوالۍ په تربت ښار مرکزي څلور لارې کې چاودنه شوې چې څلور کسان په کې ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو تر ډېره په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو تحریک او په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله واله ډله فعاله ده.