خبرونهنړۍ

د تاجکستان لوی مفتي په يو برید کې ټپي شوی

د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د دغه هواد لوی مفتي (مفتي اعظم) سید مکرم عبدالقديرزدا په يو برید کې چې د چاقو په وسيله ترسره شوی ټپي شوی دی.

پر نوموړي باندې د تاجکستان مرکز د دوشنبې ښار اړوند مرکزي جامع جومات سره نږدې دغه بريد شوی دی.

د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت په يو بیان کې ويلي چې پر نوموړي پرون مازیګر پنځه بجو په شاوخوا کې برید شوی چې بریدګر د پوليسو له لورې نيول شوی دی.

ويل کېږي د تاجکستان لوی مفتي په دغه برید کې ډېر نه دی ټپي شوی او تر لومړنۍ درملنې وروسته خپل کور ته لېږل شوی دی.