د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو مشورتي شورا له زدهکړو د افغان نجونو راګرځول د اسلامي هېوادونو جدي ننګونه بللې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان د کلتوري چارو مشرې امینه الهجري په جده کې ویلي چې په اسلامي هېوادونو کې ښځې له جګړو او طبیعي پېښو اغېزمنې دي.
هغې ټینګار کړی چې د افغان نجونو پر زدهکړو بندیز یوه اندېښمنوونکې ننګونه ده.
دغه راز، نوموړې ویلي چې فلسطینۍ ښځې د جګړې دروند پېټی پر اوږو وړي.
له دې وړاندې هم د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو حالت اندېښمنوونکی بللی او له طالبانو یې غوښتي و چې لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.
د یادونې ده چې څه موده مخکې هم یاد سازمان طالبانو ته وړاندیز کړی و چې که همکاري وکړي، د زدهکړو په برخه کې له افغان نجونو ملاتړ کوي.