د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس لیکلي، چې راتلونکی ژمی په افغانستان کې د ۳۰۰ اړمنو کلیوالو سیمو لپاره ۶۰۳ مېلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
اوچا وایي د ارزونو له مخې ۱۷۱ ولسوالۍ په لومړۍ درجه لومړیتوبونو کې راځي او ۲۲۷ نورې کلیوالې سیمې د دوی په منځني کچه لومړیتوب لري.
د اوچا په خبره، د لومړنیو اړتیاو لکه د خوراکي توکو د پوره کولو لپاره د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۰۴ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري. دغې ادارې په افغانستان کې د راروان ژمي لپاره سخته اندېښنه ښودلې او دا یې هم ویلي، چې خلکو ته کافي مرستې نه رسېږي.