رپوټونه وايي، د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې د اسرائیلو په شمال کې د د پوځ د یوې هوايي اډې باندې وسله وال برید کړی دی.
د الجزیرې تلویزیون په یو بیان کې ویلي چې اسرائیلو یاد برید په هوا کې خنثی کړی دی.
تر اوسه د دغه برید د اوښتي مالي او ځاني زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
بلخوا تېرو څلرویشت ساعتونو کې پر غزه د اسرائیلي پوځیانو په بریدونو کې ۴۰ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.