افغانستانخبرونه

د جلال اباد – کابل په لاره ټرافيکي پېښې؛ یو کس مړ، ۵۲ ټپيان دي

د جلال اباد – کابل پر لویه لار د لغمان ولایت مربوطاتو کې په درېیو بېلابېلو ترافيکي پېښو کې یو کس مړ شوی او ۵۲ نور ټپيان شوي دي.

په لغمان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزی وايي نن د جلال اباد – کابل پر لاره د لغمان ولایت اړوند سیمو کې درې ترافیکي پیښي رامنځته شوې چي له امله یي (۵۲) دوه پنځوس تنه ټپیان شوي او یو تن خپل ژوند بایللی.

په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

يوه پیښه دوه بجۍ د درونټې سیمه کی د پریس او ایکوا موټرو تر منځ دویمه پیښه پنځه بجې د کاکڅ سیمه کې یو بکسه او مرسډیز موټرو ترمنځ او درېیمه پېښه شپږ بجې مشالې کمر سیمه کې د دوو سراچه موټرو ترمنځ شوې دي.