خبرونه

د خپلواکۍ جبهه: په کابل مو څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې خپلواکۍ جبهې ویلي چې په کابل کې یې د یو برید پر مهال درې طالبان وژلي دي.

یادې جبهې په خپله ایکس پاڼه لیکلي: دغه برید یې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه، پارک شهر ته نږدې د طالبانو کورنیو چارو وزارت اړوند د پولیسو په یو رینجر موټر کړی چې پکې سپاره درې طالبان یې وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

تر اوسه د طالبانو حکومت ددغه برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي، مګر اکثر وخت طالبان ادعا کړې چې په افغانستان کې هیڅ مخالفه وسله واله ډله شتون نلري.

هیره دې نه وي چې د یادې وسله والې ډلې په اړه څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو په راپور کې د بریدونو پخلی شوی.