خبرونه

ایران: د کان په چاودنه کې د ژول شویو شمیره ۵۲ ته لوړه شوې

تازه راپورنه وایي چې ایران کې د ډبرو سکرو د کان په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیره ۵۲ ته پورته شوې او ددې اندېښنه شته چې دا شمیره نوره هم لوړه شي.

دغه چاودنه د ایران په جنوبي خراسان ولایت کې د میتان ګازو د لیک کیدو له امله شوې چې بېګاه تر ناوخته په کان کې د ایسارو کسانو د ژغورنې او د ټپیانو د لیږد هڅې روانې وې.

په یاده پېښه کې تر دې مهاله د شلو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې پېښه کې د وژل شویو کارګرو کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې، خو ټینګار یې کړی چې د کانونو کار باید  معیاري شي.

تر دې وړاندې په ایران کې د کان چادنې تر ټولو خونړۍ پېښه په ۱۳۹۶ رامنتځه شوې وه چې نږدې ۴۴ کسان پکې وژل شوي وو.