نن به د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ناستې خپله وروستۍ وینا وکړي.
بایډن به په خپله وینا کې په منځني ختیځ او سوډان کې د روانو جګړو د پای ته رسېدو په اړه ټینګار وکړي او ترڅنګ به یې په اوکراین د روسیې د یرغل او ترې د امریکا د ملاتړ اهمیت روښانه کړي.
داسې انګېرل کیږي چې ولسمشر بایډن به د روسیې پر وړاندې د اوکراین نه د امریکا په ملاتړ قوي استدلال وکړي.
په امریکا کې ډیموکراټ ګوند په دې باور دی چې که د جمهوريپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ واک ته ورسیږي ممکن د اوکراین ملاتړ کې شکونه راولاړ شي.