د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې نن سهار د ځايي پوليسو په يو موټر باندې د چاودنې له امله د دوو پوليسو په ګډون ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.
ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي چې چادېدونکي توکي د کوټې ښار اړوند په ختيځ رینګ روډ سړک باندې په يو موټر سايکل کې ځای پرځای شوي وو.
د پوليسو په وينا چاودنه کې د خالق شهيد پولیسو ماموریت دوه سرتيري او ۱۰ ځايي ملکي خلک چې د پېښې پرمهال له سيمې تېرېدل ټپيان شوي دي.
ټپيان ځایي روغتون ته لېږل شوي او پوليسو د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې پيل کړې دي.