خبرونهنړۍ

د اسرائیلو پوځ د حسن نصرالله د وژلو ادعا وکړه

د اسرائیلو پوځ وايي، پرونيو هوايي بمباریو کې چې د لبنان د مرکز بیروت ښار په مربوطاتو یې ترسره کړي، د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصصرالله یې په کې وژلی دی.

بلخوا حزب الله ته نږدې سرچینې وايي چې حسن نصرالله ژوندی دی او ډېر ژر به یې حزب الله په اړه معلومات خپاره کړي.

د اسراییلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د حزب الله مشر، حسن نصرالله او د هغه ځیني نور لوړپوړي قوماندان یې د لبنان په مرکز، بیروت کې وژلي دي.