خبرونهنړۍ

څه باندې دوه میاشتې وروسته په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته رسیږي

د امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی چې د عراق له حکومت سره یې هوکړه کړې چې له مخې به یې د روان میلادي کال په پای کې په یاد هېواد کې پوځي ماموریت پای ته رسوي.

د دغې موافقې له مخې به په عراق کې امریکایي ځواکونه چې نژدې دوه لسیزې په دې هېواد کې حضور لري، له خپلو ځینو اډو ووځي.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا حکومت په دې اړه چې ایا په عراق کې یو شمېر امریکایي سرتېري به چې اوس یې شمېر شاوخوا ۲۵۰۰ ته رسېږي، پاتې کېږي.