خبرونه
طالبانو په بادغیس کې پخوانی نظامي وژلی دی
د راپورنو له مخې د باغیس په چاکري سیمه کې طالبانو د نصیر احمد په نامه د تیر جمهوري نظام یو پولیس په ډزو وژلی.
طالب پلوه رسنیز ادرسونه لیکلي، له یاد کس څخه یو لاسي بم ترلاسه شوی او ادعا کوي چې غوښتل یې سیمه کې پر طالبانو برید وکړي.
خو په سیمه کې ځينې خلکو رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې یاد کس پخوانی نظامي وو چې د مقاومت له جبهې سره په تړاو طالبانو نیولی او وژلی دی.
بل پلو د مقاومت جبهې پورې اړوند خبري آژانس یې په یوه راپور کې ویلي چې وژل شوی کس پخوانی پولیس و او له درې کالو راهیسې یې خپل شخصي کاروبار کاوه.