افغانستانخبرونه

د فرانسې په کارکاسون ښار کې يو افغان ځوان په خپلمنځي جنګ کې وژل شوی.

د سپټمبر پر ۲۸مه د فرانسې په کارکسون ښار د سيند پر غاړه پولیسو د يوه افغان ځوان مړی په داسې حال کې موندلی چې پر سر، ملا او ورون يې د چاقو ګوزارونه خوړلي وو.

که څه هم پوليسو ډېر معلومات نه دي په ډاګه کړي خو ويل کېږي چې د وژل شوي ځوان څو ورځې وړاندې په کارځای کې له يوه بل افغان سره لفظي شخړه راغلی وه، څو ورځې يې سره ترينګلې تېرې کړې وي او بالاخره د سپټمبر پر ۲۸مه نېټه د خپلو نورو ملګرو سره يوځای د ښار په مرکزي سيمه کې د مقابل اړخ تر ډله‌ييز بريد لاندې راغلی و.

د قاتل هويت تر اوسه رسنيو ته نه دی ښکاره شوی خو پولیس يې د نيولو په هڅه کې دي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه افغان ځوان چې سيد نومېږي، په باغونو کې د انګورو راټولولو مزدوري يې کوله او له بل افغان سره يې د ټولنيزو رسنيو د کمېنټونو پر سر لفظي شخړه رامنځته شوې وه.