نیپالي چارواکو خبر ورکړی چې د تېرو دوو ورځو ورښتونه د ځمکې ښوویېدو او سیلابونو لامل شوي چې له امله یې ۱۵۱ تنه مړه او ۵۶ نور اوس هم ورک دي
د رویټرز د راپور پر بنسټ، دغو سیلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او ښوونځي هم درې ورځې رخصت شوي دي.
تر دې مخکې هم په یاد هېواد کې سیلابونو او سختو ورښتونو له لسګونو کسانو ژوند اخیستی و.
د یادونې ده چې د یادو سیلابونو له امله ډیری کسان نور سیمو ته کډوال شوي هم دي.