د طالبانو برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې اجرايي رییس، عبدالباري عمر د ترکمنستان د برېښنا له وزیر، سپاروف انا ګیلدي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
په دغو خبرو کې د دواړو لورو ترمنځ د نورالجهاد سب سټیشن د پراختیا او نورو سترو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې شوې دي.
ګیلدي، د برېښنا شرکت اجرايي رییس ته بلنه ورکړه چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک او غځولو په موخه عشق اباد ته ورشي.
د یاد لوی سب سټېشن ظرفیت ۱۲۵ مېګا ولټ امپايره دی، چې د چارو په بشپړېدو او فعالېدو سره به یې په یاد ولایت کې زرګونه نویو پېرودونکو ته برېښنا برابره شي.
دغهرزا د هرات برېښنا ظرفیت به د ۱۱۰ کیلوولټ څخه ۲۲۰ کیلوولټ ته لوړ، د ضایعاتو کچه را ټېټه او همداراز د برېښنا انرژۍ جذب ظرفیت به ډېروالی ومومي.
د دې سب سټېشن چارې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لګښت، د ترکمن انرګو قراردادي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.