خبرونهنړۍ

امریکا: له حسن نصرالله پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، د حسن نصرالله پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده.

بلېنکن د اسلامي دولت یا داعش پر ضد د هېوادونو د ایتلاف په پرانیستونکې غونډه کې حسن نصرالله یو “بې رحمه ترهګر” وباله چې د ډېرو امریکایانو، اسراییلیانو او په لبنان او سوریه کې یې د ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې حسن نصرالله د حزب‌الله د مشرتابه په لړ کې ټوله سیمه وبېروله او د یوه بشپړ هېواد په توګه یې د لبنان د حرکت مخه ونیوله.

د حزب الله مشر حسن نصرالله تېره اونۍ د اسرائیلو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.