په افغانستان کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو د واکمنۍ پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې باید د قومي، ژبني او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې تبعیض ختم شي.
هغه له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل: « یو واحد توکمیز، یو ژبنی، يو جنسيتي او يو مذهبی نظام د هغو خلکو اړتیاوې نه پوره کوی چې ژبنی، توکمیز او مذهبی تنوع لری. په دې معنی باید په افغانستان کې د قومي، مذهبي او ژبني لږکیو پر وړاندې تبعیض پای ته ورسېږي.»
ښاغلي قمي په دې مرکه کې زیاته کړه چې له توپير پالنې پرته باید ټول هغه کسان چې جرم یې ثابت نه وي د هر اړخېز ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او کلتوري ګډون امکان ولري.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په هاګ کې د طالبانو د ځپلو لپاره د څلورو هېوادونو کمپاین ته په اشارې سره وویل چې طالبان باید دې مسلې ته متوجه وي.