د نورستان_کونړ د لویې لارې چې څه باندې ۲۲ کیلو مټره کېږي، د جوړونې چارې یې پیل شوې
په نورستان کې د طالبانو والي قاري زین العابدین عابد د دغه سړک د جوړېدو د پیل مراسمو کې وويل، دیاد سړک په جوړیدو څه د پاسه ۶ سوه میلیونه افغانۍ لګښت را ځي ، چې د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کیږي.
دیادې پرانستې په مراسمو کې دټولګټو چارو وزارت مرستیال ملا عبدالجبار،د نورستان د مرکز او ولسوالیو قومي مشرانو، د دولتي ادارو مسؤلینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
ټاکل شوې د دغه سړک کارونه د یو کال په موده کې بشپړ شي.