یو شمېر ایراني رسنیو خبر وکړی چې څو شېبې وړاندې ایران پر اسرائیلو د لبنان، فلسطین، یمن او سوریې د غچ اخېستو په موخه توغندیز بریدونه پیل کړل.
د رسنیو لخوا خپرېدونو ويډیو او عکسونو کې ښکاري چې د تل ابیب اسمان د ایران توغندیو سره لمبه کړی دی.
ویل کېږي، تر اوسه په تل ابیب کې د موساد پر مرکز بریدونه شوي او لسګونه توغندي د اسرائیلو پر هوايي اډو لګېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون یو امریکايي چارواکي په نږدې وخت کې پر اسرائیل د ایران د برید اټکل کړی و.