پاکستاني طالبان: په تیره میاشت کې مو ۳۲۶ امنیتي ځواکونو ته مرک ژوبله اړولې
پاکستاني طالبان ادعا کوي چې په تیره میاشت کې یې پر پاکستاني ځواکونو ۲۶۲ بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۱۸۹ نور ټپیان دي.
ټي ټي پي یا د طالبانو پاکستاني تحریک یو خبر پاڼه چې له رسنیو سره شریکه شوې پکې راغلي: چې دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سویلي پنجاب په صوبو کې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه بریدونه لایزري، د خرپ او ترپ، کمیونونه، لاسي بمونه، یرغلیز، ځوابي، هدفي او د توغندویزو بریدونو په بڼو یاد شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو بریدونو له امله یې د پوځ، پولیسو، استخباراتو، اېف سي او امنیتي کمپنیو ادارې اغېزمنې کړې دي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې شوي؛ خو د پنجاب په میانوالې او لاهور کې یوازې د دوو بریدونو ادعا شوې ده.
تر اوسه د پاکستان حکومت ددغه خبر پاڼې او اداعاوو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي خو تر دې واړندې یې بار بار رسنیو ته ویلي چې ټي ټي پي ترورستي وسله واله ډله ده چې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځای په پاکستان کې بریدونه پلان کوي.
طالبان بیا د پاکستاني حکومت دغه ادعا رد وي چې ګوندې ټي ټي پي دې په افغانستان کې پټنځایونه ولري.