افغانستانخبرونه

فراه کې ناپېژانده کسانو یو ډاکټر وژلی دی

په فراه کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې ناڅرګندو کسانو یو سړی وژلی او مېرمن یې ټپي کړې ده.

دا پېښه شنبه د تلې پر ۱۴مه د فراه لومړۍ ناحیې پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، دا کس د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.

د فراه امنیه قوماندانۍ ویلي چې د یادې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.