د طالبانو عدلیې وزارت وایي، د دغه ډلې د مشر د نوي فرمان له مخې، ټول دولتي کارکوونکي نه شي کولای چې د قراردادونو په داوطلبیو کې ګډون وکړي.
د یاد فرمان په لومړۍ ماده کې راغلی: «د وزارتونو او امارتي ادارو په تدارکاتو، کان کېندنې او نورو قراردادونو کې د روڼتیا د تأمینولو په منظور چې موضوع یې عامه شتمنۍ وي، امارتي مقامات او مامورین نه شي کولای، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چارو د تدارک، کان کېندنې قراردادونو او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه، ګډون وکړي.»
د دغه فرمان په دوېیمه ماده کې راغلی: «هغه خصوصي شرکتونه چې امارتي مقامات او مامورین په هغو کې ونډه وال او یا مسوول وي، هم د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع دي.»
عدلیې وزارت لیکلي، دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.