پاکستاني چارواکو د بلوڅانو یوه مخکښه فعاله ماهرنګ بلوڅ امریکا متحده ایالتونو ته په یوه غونډه کې له ګډون څخه راګرځولې ده.
ماهرنګ بلوڅ پرون ناوخته پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، د امریکا نیویارک ښار ته په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه روانه وه چې د کراچۍ له هوايي ډګره راوګرځول شوه.
اغلې بلوڅ ویلي، چارواکو ترې پاسپورټ اخیستې او غواړي چې په دې اقداماتو سره د “بلوڅانو غږ خاموشه” کړي.
ماهرنګ بلوڅ په دې وروستیو کې د امریکا په ټامیز مجله کې د نړۍ د سلو اغېزمنو کسانو په نوملړ کې شامله شوې وه.
اغلې بلوڅ په بلوچستان کې د جبري بې درکیو پر ضد د غږ پورته کولو یو سمبول ګرځېدلې او د بلوڅانو ډېر لاریونونه د هغې تر مشرۍ لاندې ترسره کېږي.