د امریکا د داخلي امنيت ادارې اف.بي.اي له لوري يو افغان وګړی په دې تور نيول شوی چې د داعش لپاره يې د متحده ایالتونو د ټاکنو په ورځ د برید پلان درلود.
د امریکا د سي.بي.اس تلویزيوني شبکې د راپور له مخې، د فدرالي څارنوالانو له لوري د نصير احمد توحيدي په نوم دغه افغان له داعش سره د اړیکو او د داعش لپاره د برید د پلان په جرم تورن شوی دی.
نوموړی د دوشنبې په ورځ په اوکلاهوما ایالت کې نيول شوی او د سه شنبې په ورځ يوې ځايي محکمې ته وړاندې شو خو محاکمه يې ونه شوه او لا هم په توقیف کې دی.
له نوموړي سره د هغه يو کوچنی وراره هم نيول شوی دی.
د معلوماتو له مخې، اوه ویشت کلن توحیدي له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو لږ وروسته د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې امریکا ته د مهاجرت په ځانګړې ویزې سفر وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وينا متحده ایالات هغو کسانو ته د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکوي چې د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو سره یا د ماموریت د ادارې د مشر په توګه په عراق یا افغانستان کې یې د ژباړونکي په توګه کار کړی وي/کوي. خو د اف.بي.اي معلومات څرګندوي چې نصیر احمد توحیدي ته لا د امریکا د هويت اسناد نه دي ورکړل شوي.