د بخښنې نړیوال سازمان په پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان بندیزونه غندلي او دا کړنه یې د سوله یزو غونډو سپکاوی بللی.
یاد سازمان په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ منع اعلانول او د تروریزم ضد قوانینو څخه په استفادې پهدې هېواد کې د لږکیو اړوند سولهییزو فعالانو او معترضینو په نښه کول، د ټولنو او سولهییزو غونډو ازادیو او حقوقو ته سپکاوی دی.
څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ غیرې قانوني اعلان کړو او په فعالیتونو یې بندیز ولګوه.