ډنمارک هیواد اعلان کړی چې هغه افغان پاسپورټونه نور په رسمیت نه پېژني چې د سپټمبر میاشتې له ۱۸ وروسته تمدید شوي دي.
راپورنه وایي چې د ډنمارک کډوالو چارو د ادارې د پرېکړې لهمخې هغه افغانان به چې دغه پاسپورټونه لري او دې هېواد ورته پناه ورکړې اړ وي چې نوي افغاني پاسپورټونه واخلي.
په راپورنو کې راغلي چې د ډنمارک کډوالو چارو ادارې ویلي چې که افغانان ددغه پاسپورت لپاره افغانستان ته هم ځي ډنمارک ورسره ستونزه نلري.
ډنمارک دغه پرېکړه وروسته له هغې کوي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په اروپا کې له څو محدودو سفارتونو او قونسلګریو پرته چې ورسره اړیکي لري، د نورو سفارتونو او قونسلګریو لهخوا د پاسپورټونو او نورو سندونه او خدمات ورته رسمیت نلري.