د طالبانو ستره محکمه وایي، په تخار ولایت کې یې دوو ښځو او یوه سړي ته په عام محضر کې تعزیزي سزا ورکړې ده.
د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې نن (چهارشنبه، تلې ۱۸) دوه ښځې او یو سړی د «زنا» په تور مجازات شول.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، له دغو کسانو هر یو د طالبانو له خوا «۳۹ درې» وهل شوي دي.
په تېرو درېیو اونیو کې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا شل کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.