خبرونهنړۍ

جوبایډن او نتانیاهو د ایران په اړه ټلیفوني خبرې کړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره ټلیفوني خبرې کړي دي.
امریکايي رسنیو لیکلي چې دغه ټلیفوني خبرې پر ایران د اسرائیل د احتمالي ځواب په اړه له سلا مشورو سره پیل شوې دي.

خو لا تر اوسه د دې تلیفوني خبرو بشپړ جزئیات نه دي په ډاګه شوي.
تر دې مخکې، د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو چې د ایران د توغندیز برید لپاره تر ټولو غوره ځواب، پر دغه هېواد د بندیزونو لګول دي؛ خو د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران توغندیز برید یوه لویه تېروتنه بللې وه او ټینګار یې کړی و چې د ایران پر اټومي مرکزونو به برید وکړي.