خبرونهلوبې

ای‌سي‌سي د راتلونکې کال چمپینز ټرافي سیالۍ له پاکستانه بهر ترسره کوي

د کرکټ نړیوالې شورا «ای‌سي‌سي» په پام کې لري چې د یوه پلان له‌مخې د ‏۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي سیالۍ له پاکستانه بهر ترسره کړي.‏

هندي رسنیو پنجشنبه د اکټوبر پر ۱۰مه راپور ورکړی چې د کرېکټ نړیواله ‏شورا د پاکستان پرځای بل هېواد ته د چمپینز ټرافي د ټولو لوبو پر لېږد غور ‏کوي.‏

له دې وړاندې ای‌سي‌سي ویلي وو که چېرې هندی حکومت خپله د کرېکټ ملي ‏لوبډله پاکستان ته له تګ منع کړي، نو هڅه به دا وي چې یادې لوبې په متحده ‏عربي اماراتو کې ترسره شي.‏

سوېلي افریقا او سریلانکا هغه دوه نور هېوادونه دي چې د کرېکټ نړیوالې شورا ‏د چمپینز ټرافي لپاره په پام کې نیولي دي.‏

نوموړې شورا دا ګام وروسته له هغه پورته کړ چې د هند کرېکټ بورډ ګاونډي ‏هېواد ته د خپلې ملي لوبډلې په لېږلو کې زړه نا زړه وه.‏

بل‌خوا، د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي په وار-وار ویلي چې یاده ‏ټرافي به په دغه هېواد کې ترسره کېږي او کډون کوونکې لوبډلې به په‌کې برخه ‏اخلي.‏

که څه هم ټاکل شوې چې چمپینز ټرافي د راتلونکي ۲۰۲۵م کال فبرورۍ پر ‏۱۹مه په لاهور، کراچۍ او راولپېنډۍ لوبغالو کې پیل او د مارچ پر ۹مه به پای ‏ومومي، خو د کره ځای په اړه یې لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.‏

د یادونې ده، له پاکستان څخه بل هېواد ته د چمپینز سیالیو د لېږد بحث هغه مهال ‏راپورته شو چې د یاد هېواد امنیتي او سیاسي وضعیت له بل هر وخته ډېر ‏کړکېچن او د اندېښنې وړ شو.‏