خبرونهسیمه

په خیبر کې به نن د پښتنو د حقونو لپاره د قومي عدالت جرګه پيل شي

د پاکستاني رياست د پرلپسې بنديزونو، بریدونو، تاوتریخوالي او د لارو د بندښت باوجود د کوزې پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا په سلګونه زره پښتنو د خیبر درې ته ځانونه رسولي او ټاکل شوې چې د منظور احمد پښتين په مشرۍ د پښتنو قومي عدالت جرګه نن پيل شي.

دا جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتين له لوري په پاکستان کې د پښتنو د حقونو او ستونزو د حل لپاره رامنځته شوې ده.

منظور احمد پښتين ويلي وو چې د دغې جرګې ګډونوال به د پښتنو د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د نړۍ هيڅ ځواک د جرګې مخه نه‌شي نیولی.

هغه تېره شپه پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل: «د جرګې په انتظاماتو کې د بهترې او د راروان مشرانو او اولسونه د رارسیدلو په خاطر به جرګه سبا ماسپښین جمعې نمونځ نه پس شروع کیږي.»

د خیبرپښتونخوا چارواکو د دغه ایالت د اعلی وزیر سردار علي امین ګنډاپور په مشرۍ پلاوي په خپله پرونۍ غونډه کې دغې جرګې ته په مشروط ډول اجازه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د جرګې موخه يې په پاکستان په غیرقانوني ډول د خلکو د نیولو، په جبر د پښتنو د ورکېدو او نورو ستونزو پر ضد احتجاج دی.

راپورونه وايي، د چهارشنبې په ورځ ریګي للمه سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په په ډزو د دغه غورځنګ لږ تر لږه ۳ غړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یک‌شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه او دا یې د ترهګرۍ ضد قانون له‌مخې یو “غیر قانوني سازمان” وباله، خو دې کار سخت عکس العملونه وپارول.

منظور پښتین د پاکستان د حکومت دا اقدام “ډېر ظالمانه” بللی و.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دغه اقدام غندلی او پر حکومت یې غږ کړی و، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.