د ارواسيا خبري – تحليلي شبکه په يوه نوي تحلیل کې وايي، د حقاني شبکې سره چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کلیدي وزارتونه کنټرول يې په لاس کې دى، القاعده په افغانستان کې خوندي پټنځای لري.
تحليل وايي، حقاني شبکه، چې له القاعده سره د اوږدې مودې راهيسې اړيکې لري، د طالبانو په نوي حکومت کې مهم واکونه لري.
راپور وايي، «د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د هغه د تره خلیل الرحمن حقاني په څېر کسان چې د کډوالو چارو وزارت مشري کوي، د کابینې په لېست کې له نومونو بهر دي.»
راپور وايي، دا موضوع القاعده ته د خپلو شبکو د بیا جوړولو لپاره لاره هواروي.
په راپور کې د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د پخواني سلاکار مایکل سمپل په حواله ویل شوي، چې د طالبانو له خوا د مناسبو شرایطو له امله ښايي القاعده په چټکۍ سره جوړه شي.
د راپور له مخې، د حقاني شبکه او القاعده د ایډیالوژیکي پیوستون او کورنیو ودونو له امله سره یوځای شوي، چې د بهرنیانو لپاره یې د دوى ترمنځ د اړیکو ماتول ستونزمن کړي دي.
اوراسيا وايي، مخکې له دې چې طالبان واک واخلي، د القاعدې ځواکونو د طالبانو په لیکو کې نفوذ کړی و.