افغانستانخبرونه

فضل محمود فضلي: د خیبر جرګه د افغانانو برخلیک ټاکونکې ده

د تیر جمهوري حکومت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د خیبر جرګې په اړه ویلي چې یاده جرګه د پښتنو د وینو بهیدو او پر وړاندې یې سازشونو له پاره ستر ګام دی.

فضل محمود فضلي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي «دا جرګه نور لکه پخوا د عربي شیخانو، پنجابي جنرالو او امریکایانو په فرمایش د جهاد او افغان وژنې لپاره نه ده؛ دا د تاریخ هغه شیبه ده چې پښتون په خپل نوښت او مالکیت د سولې لپاره پاڅیږي.»

ښاغلي فضلي په خیبر کې روانه جرګه د افغانانو برخلیک ټاکونکې او د تېرې پېړۍ یو ستر انقلاب بللی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا رابلل شوې د خیبر جرګې نن لومړۍ ورځ ده، تر دې وړاندې پاکستاني حکومت ددغه جرګې د مخنوي له پاره خورا هڅې وکړې او د جرګې په پنډغالي یې د بریدونو په ترڅ کې د پي ټي ایم څلور غړي شهیدان کړل او څوارلس نور یې ټپیان کړل.