مدیترانې سیمه کې د اروپایي ټولنې د نهو غړو هېوادونو مشرانو منځني ختیځ کې پر روانه جګړه اندېښنه څرګنده کړې او د بېړني اوربند غوښتنه یې کړې ده.
د فرانسې، اسپانیا او ایټالیا په ګډون دغو هېوادونو قبرس کې تر یوې غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې لبنان ته د بشري مرستو په لېږدولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز په لبنان کې د خلکو په بد حالت اندېښنه ښودلې ده.