افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د وسله والو ډلو په اړه د چین اندېښنه؛ شل وسله والې ډلې فعالې دي

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په دغه هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د امنيت په اړه اندېښنه ښودلې او وايي ، اوسمهال په افغانستان کې ۲۰ وسله والې ډلې فعالې دي.

يو شاویونګ په يو تازه بیان کې اندېښنه شریکه کړې چې د دغو وسله والو ډلو موجودیت نړۍ، سیمې او په ځانګړي توګه د چین امنيت ته ګواښ پېښولی شي.

هغه زیاته کړې: “کله چې په افغانستان کې متحده ایالتونو په مشرۍ د ناټو ځواکونه موجود و او جمهوري نظام و، يوه یا دوه وسله والې ډلې فعالې وې خو اوس ۲۰ وسله والې ډلې فعاليت کوي چې دا ټولې نړۍ ته يو ګواښ دی.”

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په دې اړه د کومې وسله والې ډلې نوم نه دی اخېستی خو د چین ډېره وېره له داعش او د ختيځ ترکستان له وسله والې ډلې څخه ده چې دواړه اوسمهال په افغانستان کې فعالې دي.

د طالبانو حکومت که څه هم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې په ځلونو ډاډ ورکړی چې له دغه هېواد څخه به نړۍ ته ترهګریز ګواښ نه پېښېږي.