خبرونهنړۍ

واک تحریک: په خیبر جرګه کې د ښځو له پاره ځانګړی ځای جوړ شوی

په خیبر کې د پښتون ژغورني غورځنګ لخوا رابلل شوې جرګې کې د واک ښځو تحریک یوه فعالې ګډونوالې چې ویډيو یې په سوشیل میډا خپره شوې په ښځو غږ کړی چې د خپلو ستونزو کمولو په موخه باید په جرګه کې ګډون وکړي.

نوموړې په یاده ویډيو کې وایي:« دلته د ښځو له پاره ځانګړی ځای جوړ شوی، ښځې په ډاډه کولی چې د جرګې ګډنوالې شي، موږ کولی شو چې د جرګې عمومي تالار په عادي ډول ورشو».

نوموړې همدا راز زیاته کړې چې په پښتون وطن ستونزو ښځې هم متاثره کړي نو پکار ده چې ښځې خپل غږ خپله پورته کړي.

جرګه نن په لس بجې پیل شوې خو په سیمه کې د انټرینټ نه شتون له امله راپورونه په وخت نه نشریږي.