خبرونهنړۍ

محسن داوړ: د خیبر جرګې ته د پښتنو سترګې دي باید کامیابه شي

د ملي ډیموکراټيک ګوند مشر محسن داوړ وایي، د خیبر جرګې ته د ټولو پښتنو سترګې دي او تمه لري چې دا جرګه کامیابه شي.

ښاغلي داوړ د جرګې کډنوالو ته په خبرو کې وویل: که څه هم د جرګې مخالف تر تاوتریخوالي ورسید، خو بیا هم ټولو پښتانو دغې جرګې ته سترګې دي، دلته باید د پښتنو اساسي ستونزې بیان شي او حل لارو یې غور وشي.

د یادونې وړ ده چې د پښتنو قامي عدالت جرګه د خیبر پښتونخوا د خیبر جمرود په رېګي للمه کې کېږي او لسګونه زره پښتنو په کې ګډون کړی دی.