خبرونهنړۍ

مولانا خانزیب: ځوانان باید د راتلونکي نسل د بقا له پاره سره په اتفاق شي

د پښتنو عوامي نشنل ګوند غړي مولانا خانزیب د خیبر جرګې د باجوړ له پاره په ځانګړې شوې خیمه کې له ځوانانو غوښتي چې د راتلونکي نسل د ژغورنې له پاره سره په اتفاق اوسي.

نوموړې همدا راز وویل، پوښتنه دا ده چې د پاکستان په نورو برخو کې امن، کار او ثبات شته؛ خو په پښتون مېشتو سيمو کې ولې نه امن شته، نه روزګار او نه هم نورې اسانتياوې.

مولانا خانزیب له ځوانانو وغوښتل، چې د خپل ځان او راتلونکي نسل د بقا لپاره دې يو موټی شي.

هغه وایي، پښتانه يو لوى قوم دى او دومره لوى دى چې په نړۍ کې شاوخوا اتيا هېوادونه دي او هر يو يې د پښتنو پرتله کم وګړي لري.

د خیبر له جرګې په تر لاسه شویو خبرونو کې ویل کیږي چې لومړۍ برخه پای ته رسیدلې او اوس د ولسونو استازي په خپلو خیمو کې د خپلو سیمو خلکو سره په مشوره بوخت دي.